Kishore Kumar Hits

Ali Baba Khan - Dozakhi Album lyrics

Artist: Ali Baba Khan

album: Dozakhi


کلمه وايم مسلمان یمه
منونکي دی قرآن يمه
دی لوي الله بنده یمه
منونکي د هغه يمه
د خاوری نه پیدا يمه
بچی زه د حوا يمه
زه څومره قیمتی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
باران د میکائیل (ع) منم
زه شان د جبرائیل (ع) منم
زه روح د عزرائیل (ع) منم
شپیلا د اسرافیل (ع) منم
حابیل منم قابیل منم
لښکر د حبابیل منم
د رحم رحم رحم دی سوالی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
ادم منم، حوا منم
عیسی منم، موسی منم
منم زبیع الله منم، منم خلیل الله منم
هارون منم، قارون منم
د هر دور قانون منم
په دین محمدی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
زه دین منم، قران منم
زه ستا واړه یاران منم
علی منم، عمر منم
صدیق منم، عثمان منم
د زړه نه اهل بیط منم
مین پری بیخی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
زه لمونځ کوم، زکات منم
قرآن منم، مشکات(انجیل) منم
زبور منم، تورات منم
حکمونه د جهاد منم
ابو داود ابن ماجه منم
زه هره صحیفه منم
منم صحیفی منم
زه واړه معجزی منم
باران منم، چینی منم
ولیانو سلسله منم
د عقل نه خالی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
د مصر د کوځی قصه
د ښکلي زلیخا قصه
یوسف لیده د شپی قصه په خوب کی د هغی قصه
په سور اور کید ټال قصه
منم د بلال قصه
مین په حبشې یمه
هغلته به وی اغلی، او ښایسته ښاغلی
جنت کی شات روان به وی
خوږی پستی اوبه به وی
شراب به وی شدی به وی
په خیال کی جنتی یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
دوزخ به وی، ماران به وی
سور اور، لړمان به وی
تیاری به وی، تور تم به وی
خولی به وی، ذوقم به وی
ګناه په شرابونو نه کوم
هیڅ غم د دنیا نه کوم
ستم زه په چا نه کوم
غنمو نه غلا نه کوم
د ذکر ریا نه کوم
د فکر سودا نه کوم
د مکر ژړا نه کوم
د کبر خندا نه کوم
هیڅ غم زه د چا نه کوم
بس دم د مُلا نه کوم
یاران وایی ولې یمه
الله
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه
بیا هم دوزخي یمه

Поcмотреть все песни артиста

Other albums by the artist

Similar artists